IQNA

د حضرت امام خمینی  مبارزه ددرستو افریقائي ځوانانو لپاره یو درس دی

6:40 - February 07, 2024
د خبر لمبر: 3488687
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب  د پنځه څلویښتمې  کلیزې په مناسبت یو شمیر نیجریه ي ځوانانو ټينګار کړی دی،د ایران د اسلامی انقلاب  درسونه، د نیجریه پشمول د افریقا د ولس لپاره  دیوه  خپلواکه او حقیقي آزادي لرونکي هیواد د درلودلو په موخې سره درس دی.

ایکنانیوز د ایران  پریس له قوله راپور راکوی، په بائوچي  ایالت کې د نیجریه یو محصیل  علی موسی عثمان  له ایران پریس خبری آژانس سره به خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې  د  امام خمیني په رهبرۍ سره  د ایران  اسلامی انقلاب، په افریقائي هیوادونو کې  د حقیقي آزادۍ د تحقق لپاره  ډیر مهم درسونه لری،ووئيل،  دنیجریه  خلک   باید  دغه نهائي هدف ته درسیدا لباره  خپل ظرفیّتونه زیات کړي.

دغه نیجریه ای  ځوان  ددې خبرې په کولو سره چې  آزادي  نه ورکول کیږي، بلکې یو اخستونکی حق دی ،   دنیجریه ځوانانو ته په خطاب کې  ووئیل،  له عمل او پوهې پرته ، خپله آزادي نه  شي ترلاسه کیدلی.

 دپه داسې حال کې دي  چې یو شمیر نورو افریقائي  ځوانو محصیلینو هم پخپلو  څرګندونو کې په دې خبرې کولو سره چې  دبې عدالتۍ  په وړاندې  دمقاومت او آزادۍ  او عدالت مظهر  اوسمبول دی  او د ظالمانو په وړاندې د بریالیتوب لپاره  ئې مقاومت یو آوزار ؤ ،  او په یوه وخت ئې له مظلومانو ملاتړ کاوه، څو عدالت ټينګ شي ، وئیلي دي ، د حضرت امام خمینی  دغه فکر او لیدتوګوګه د اسلامی انقلاب د بریالیتوب سبب شو ه او اسو ئې د ایران درست ولس  ورڅخه خوند اخلي .دوي دغه راز پخپلو څرګندونو کې ووئیل، و حدت او یووالی  دامام خمینی د مکتب یو مهم درس دی او دا د افریقا د ولس لپاره  یو مهم اصل دی، څو د وحدت په سیوري کې  ددښمنانو دسیسې شنډې کړي . له استبداد او ظلم سره د امام خیمني  مبارزه د  بشریّت د نجات لپاره   وه  او  د نړۍ پتمن ملتونه په تیره بیا د افریقا ولس  باید له دغې تجروبې  استفاده  وکړي.

https://farsi.iranpress.com/

captcha